Banner

د لويې پکتيا ادبي تذکره ( دوه دېرشمه برخه )

15.05.2008 03:22

نــــوم        : محمدظاهر
تخلص       : پښتون
 
زوكـړه      : ۱۳۶۳ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : په منځنۍ كچه
ولايت       : پكتيكا
ولسوالي     : اومني
كلــى         :سپينه

چاپ شوي اثار: نه لري
ناچـــاپ اثـــار: يوه شعري ټولګه چې شاوخوا(۳۰۰) شعرونه لري
                         
                             غزل
څوك په شراب څوك د پوډرو پـه نشوكې ډوب دي
څوك داخترپه شان په عيش اوخوشالوكې ډوب دي
څوك د بــادشاه غوندې شاهي محل كې خوب كوي
څوك پــه بيديا باندې دغم په شبګيرو كـې ډوب دي
څوك بــــه دغم له زوره خپل وطن نــــــه كډه كوي
څوك له دردونــــــــو په سندرو او ټپوكې ډوب دي
څوك بې خوراكه بـــې څښاكه په سروسترګوژاړي
څوك په خندا خندا پـــــه ټوكو مسخروكې ډوب دي
څوك د سبـــــا پـــــه تمه ځغلي د رڼـــا پـــــه لوري
څوك په روښانه ورځ دغم تـوروتياروكې ډوب دي
څوك دخپل دين ناموس له پـــــاره قــرباني وركوي
څوك برخلاف دخپلواكۍ نـورو سوچوكې ډوب دي
څوك به د يارپه څنګ كې خانـدي لكه ګل غوړيږي
څوك يې دبيا ليدو له پاره پـــــــه خيالوكې ډوب دي
څوك به دنيا څوك به عقبى اوڅـوك به مينه غواړي
 (پښتون) به څه وايم چې بدوكه په ښوكي ډوب دي

نــــوم        : محمد ياسين
تخلص       : ياسين
دپلارنوم     : محمد امين
زوكــړه      :۱۳۶۱  لېږديز لمريزكال
زده كړه     : تر دوولسم ټولګي پورې
ولايت        : پكتيكا
ولسوالي     : يوسف خېل
كلـى: زمريكوټ
چاپ شوي اثار:نه لري
ناچاپ اثار: يوه شعري ټولګه
                      
                       غزل
زړۀ مې پـــــه ښكليو پسې درومي له اختياره ووت
هسې بې لارې ګويـــــــا ستورى لــــه مداره ووت
زګروى و چيغې ترسهار پورې ارامـــــې نه شوې
غشى دسترګوچې د زړونو لــــــــــه پرهاره ووت
زړۀ مې د كومې ليلا ستــــــرګو په څه چم خوړلى
چپ د مجنون غونــــــدې مجبورشو له دياره ووت
بيرته بــه راشي دغـــــــرومنځ ته په كږ لېچو لارو
ځكه اشنا چې مــــــــــرور و پــــــه دې لاره ووت
په ښكلي كلي كې مــــو ورك شول سندريز غږونه
بلبل خپه دى پــــه ګلزار كـــــې لــــــه چناره ووت
لكه ماشوم چې له خپل كور څخه په غلا باسې ځان
داسې مــــــې زړۀ لــــه خپل ګوګله په کراره ووت
پښتون غيرت دخداى نصرت ومړى بيا ژوندى شو
مومن خان بېرتــــــه را ژوندى شوله ښاماره ووت
څوك مينه نه پېژني څوك پــــــه مينه ځان سوځوي
پتنګ مې ولېد چې سوځلى لـه انــــــــــــګاره ووت
څوك دي چې نوم د يار مې اخلي زماغــوږ تاووي
بلالي غږ دى پـه جومـــــــات كې لــــه مناره ووت
دپېغلولاس لاكلـــــــــه سرۀ دي شملې جګې نــه دي
موږ لاخبرنه يواخترزمـــــــــوږ لـــــه ښــاره ووت
دميني درد ته يې پـــــه سپين كـــــاغــذ تعويذ وليكه
دقلــــــم رنګ و ديـــــــــاسين د زړۀ لــه پاره ووت

نــــوم        : محمد نبي
تخلص       : حق پرست
دپلارنوم    : غلام مصطفى حق پرست
زوكــړه     :
زده كړه     : د دولسم ټولګي څڅه فارغ او د ديني علومو دستاربندي يې هم كړې
ولايت       : پكتيكا
ولسوالي     :مركز شرنه
سيمه         : پتني
كلى          : ګلشن اباد
               
                 سندريز خيال
څوك چې دخاطر په بدرنګي باندې زورېږي نۀ
اور يـــــې د شعرونو پـه زړګوټي كې بلېږي نۀ
ته سندريز خيال شه زه بــــه شمه شرابــي ياره
دانشه د عقل په چورليځ بــــــاندې خرڅېږي نۀ
يمه نــــــــا اشنا زه ستــــا دمينې له اوډون سره
واچوه تن پږي مې ستا شــال باندې ګرمېږي نۀ
دې ژور كوهي تــــه كوزيدو څخه نــاتوان يمه
ماته يــې پـــايــــان دحسرتـونــــو معلومېږي نۀ
بيا ويــــاړلې ډلې د اهونـــــو ميلمنې زمــــــوږ
موږ يې كوربانه يو  خو كورونـه مو ځليږي نۀ
يوخواږه جانــان تـه مــــې تندى د غلامۍ ايښى
سر مــې دا عادت لــري بل چالــــره ټيټېږي نۀ

نــــوم        : محمد نعيم
تخلص       : زهير
دپلارنوم     : عبدالستارخان
زوكــړه     : ۱۳۵۶ لمريزلېږديز كال
زده كړه     : زده كوونكى
ولايت        : پكتيكا
ولسوالي     : يوسف خېل
كلـى          : زمريكوټ

           څه ستومان كلى كې وسوو
دمينې لېوني يــــــــــو د ارمــــــان كلي كې وسوو
كورونه مو سپېره دي د خــــــزان كلي كې وسوو
كچكول به کړو په غاړه له دې كلي نـــه به لاړشو
پوښتنوته خلاص نه يوڅه ستومان كلي كې وسوو
راځه بېرته له سره بـــــه خپلوي سره شروع كړو
غصه يو يو له بله څه پـــــــريشان كلي كې وسوو
راځــــــه لاسونــــه ورکــــړو د وروۍ او محبت
خپه دي زمـــــوږ زړونه دخپګان كلـى كې وسوو
خدايه څـــه ورشوې عزتونــه پـــه كې ورك شوه
ځو به له دې ځايــه څـــــــه حيوان كلي كې وسوو
خدا زده پـــــــه دې كلي بـــاندې چا كړي ظلمونه
مينه پـــــــه كې نشته پـه څه وران كلي كې وسوو
(نعيمه) مــــــوږ به څوژاړو لږ رحم خو پکاردى
زړونه مــــو سوځيږي د هجران كلــي كې وسوو


نـــــوم       : الحاج څېړنمل محمد عارف
تخلص       : غروال
دپلارنوم    : رحمت الله خان
زوكــړه     : ۱۳۲۴ لېږديز لمريزكال
زده كړه     : په ۱۳۴۷ كال كې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه.
دنــــده       : دافغانستان دعلومو په اكاډمي كې دڅېړنمل په علمي رتبه خپلې چارې    ـ      ـ       ـ   پرمخ بيايي.
ولايت        : خوست
ولسوالي     : ځاځي ميدان
كلـى         : ډيرۍ ميله

چاپ شوي اثار:
۱- د دولت لواڼي ديوان - انتقادي متن
۲- دصديق ديوان - انتقادي متن
۳- دحبيب ديوان - انتقادي متن
۴- درحمان بابا ديوان - انتقادي متن
۵- د بنګړو شرنګ - د معاصرو شاعرانو د اثارو غورچاڼ
۶- غرنۍ سندرې - د پښتو داولسي ادب بېل بېل ډولونه
۷- د وينو فوارې - د جهاد د وخت د شعرونو لومړې ټولګه
۸- بمونه او غمونه - د جهاد د وخت د شعرونو دويمه ټولګه
۹- دبابړې ملاصاحب - دباجوړ دچارمنك د يوه مجاهد او غازي كارنامې او پېژندګلوي
۱۰- غازي ببرك خان ځدراڼ - دلويې پكتيا (اوسني خوست ولايت ) ديوه سترمجاهد اوغازي كارنامې
۱۱- تورزن تورن افغان - دكابل د ده سبزديوه مجاهد قوماندان شهيد تورن افغان پيژندنه
۱۲- دخوست فتحه - دمجاهدينو له لورې دخوست فتحه كول.
۱۳- راه عمل - له پښتوڅخه فارسي ته  د ديني كتاب ژباړه.
۱۴- منظرمرګ- له پښتوڅخه فارسي ته  د ديني كتاب ژباړه.
۱۵- كورنى طبيب - له فارسي څخه د طبي كتاب ژباړه.
۱۶- پښتو انګريزي ورځنۍ خبرې - دانګريزي د ګرامر پښتو شرحه.
۱۷- پښتو جهادي ادب - دجهاد د وخت د شاعرانو د شعرونو غورچاڼ.
نــــاچاپ اثـار:
۱- دجهاد او هجرت خاطرې.
۲- په افغانستان كې د روسانو جنايات.
۳- په هېواد كې دجهاد د پيل لومړني غورځنګونه.
۴- دجهاد پېښليك.
۵- شعري ټولګه

                                         دغم فرياد
چې سپينې سپينې درتـــــــه وايـــــــــم بيادې زړۀ بديږ
                         چې سپينې نه وايـــــــم قسم دى كه مې زړۀ صبريږي
تاخو ويل كركه به نـــــه وي مينـــــه مينه  بــــــه وي
                         كنډې كپـــــــرې د وطن بــــــــه دې بيـــــــا ورغيږي
سوله بــــه راشي ستا وطن ته جنګ جګړې به نه وي
                         په غـــــــــرو رغوكې بـــــــه د مينې ګلان وغوړيږي
زخمي بدن بــــــــه دې ټکورشي درد او غم به نه وي
                         پــــه جل وهـــــــــلو كروندو به بـــــــــاران ووريږي
خو زه بدبخت لا دجنګونـــو پــــــــــه لمبو كې سوځم
                         داسې ښكاريږي ګران وطن بـــــه مې ټول وسوځيږي
زمـــــــادګران وطن بچيان پـــــــه جنګ كې وزېږېدل
                         جنګ كې رالوى شول بې لــه جنګه په څه نه پوهيږي
دسولې ژوند ورتـــــــه يوخيال برېښي اوټوكه ښكاري
                         په خوب كې جنګ په ويښنه جنګ داجګړه نه سړيږي
نن دجرګو پـــــــــه تـــــاريخي كوركې اورونه بل دي
                         څوك به زمــــــا په غم لـــــــــړلي حالت وځوريږي ؟
            (غروال)  پـــــــه سپينه ږيره ځكه دغـــم ساندې وايي
            ګوندې يوڅوك بــــــــه يې په غم او خپګان ورحميږي

 


دحمزه بابا په ليكه
 ( ماحمزه تــــــه يثريبي بـــــاده خاونده!        پـــــه ښــــــــاغلې پيمانه كې دافغان را)
چې يويـــــاد په كې ژوندى وي تل ترتله        هسې زړۀ ننه سيـــــنه كې جـــاويدان را
دسهارنسيم چې ورو ورو پـــرې لګيږي        دبــلبــــلولـــــه نغــمو ســــره بوستان را
خوشبويي چې يې په ټول جهان خوره ده        ميشته تـــــه د هـــغو عطروپه دوكان را
چې انسان ته دانسان پـــــه سترګه ګوري       زنـــــدګـــي خدايــــــه په مثل دانسان را
مينه راكــــــړه د ښمني را څخه واخلـــه        لويـــــــه خدايــه كړه اووړه دمسلمان را
چې پيغام يې تورې شپې له منځه يوړوې       دهـــغــــه پـه پــــاك قــــدم دتللو توان را
چــــــې معراج كې هم زما غم روسره و        زړۀ كې مينه دهـــغـــــه ښكلي جانان را
چې يې مينه ټولــــــومينوكې بـــــــــالاده        د دې مينې ثــنـــاخـــوانــــــــه بلبلان را
دحمــــــزه درامــــــانونو دنيـاګۍ تــــــه         زړۀ راښكونكوترانوتــــــــه شاعران را
   ما غروال ته د يثرب د باغ ګلونه
   په سمسوره باغيچه كې دافغان را


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.